انصار: (د تله ۲۵ مه)، د امریکا پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ په دې اړه چې ایا د ولسمشر په توګه یې د د دندې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي کنه، له څرګندونو ډډه وکړه.
ټرمپ د شیکاګو په اقتصادي کلپ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې اړه نه غواړي نظر ورکړي، خو یوازې دومره وایي که دغه کار وکړي دا به یو ځیرکانه حرکت وي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال باب وود وارډ په خپل نوي کتاب کې لیکلي چې، ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د ولسمشرۍ د دندې له پای ته رسېدو وروسته اووه ځلې په خصوصي توګه د ټيليفون له لارې له پوتین سره خبرې کړې دي.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې، ټرمپ په پټه د کرونا وایروس، کوویډ۱۹ د تشخیص ماشین د روسیې ولسمشر ته استولی، خو د ټرمپ ویاند سټیو چیونګ دغه ادعا ناسمه بللې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33934